کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت ویاند د کابل- کندهار د پاتې لویې لارې د رغونې چارو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن شنبې د غبرګولي ۵ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د جمعې په ورځ میدان وردګ ولایت ته د سفر پر مهال د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې څلورو برخو د بیارغونې له چارو لیدنه وکړه.

د حق شناس په وینا، د دغه لویې لارې لومړۍ برخه د کابل د کمپنۍ پله څخه تر ارغندۍ، دویمه برخه کې یې له د دراني له بازاره تر زرني سیمې، درېیمه برخه یې له زرني د سید آباد ولسوالۍ تر مرکز او څلورمه برخه یې له سیدآباد ولسوالۍ نه تر عزیز کلا پورې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه لارې د بیاجوړولو چارې پیل شوې او مالي لګښت یې هم د ټولګټو چارو وزارت له بودجه څخه ورکول کېږي.

حق شناس ویلي، د ټولګټو چارو وزارت سرپرست دغه ولایت ته د سفر پر مهال د یاد سړک جوړونکو شرکتونو او د څارټیمونو ته سپارښتنه وکړه تر څو د یادو برخو د بیارغونې چارې په ښه کیفیت او په ټاکلي وخت سر ته ورسوي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت تېر کال د دغه سړک د بیاجوړولو چارې اوه ځایه پیل کړې وې، چې اوس یې د چټک بشپړېدو او کار د ښه کیفیت په موخه په څلورو نورو برخو هم تقسیم کړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د کابل-کندهار لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لویو لارو څخه ده، چې ګاونډیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په چټک لېږد کې مهم او بنسټیز رول لوبوي او په بشپړېدو سره به یې ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.

د پیغام پای/