کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبې د غبرګولي ۲ مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال بودجه د سرپرست دولت د مشر ملا هبت الله اخند له خوا تر هر اړخیزه څېړنې وروسته توشیح شوه.
مجاهد لیکلي: د سږ کال په مالي بودجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او دغه راز سږ کال هم مالي بودجه د تېر کال په څېر د هېواد د داخلي عوایدو څخه چمتو شوې ده.
د سرپرست دولت ویاند وویل: د مالیې وزارت به د تېر په څېر سږ کال هم ملي بودجه په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د بشپړ شفافیت په پام کې نیولو سره به د روان مالي کال په (عادي او پرمختیايي) برخو ته هم رسېدنه وشي.
د پیغام پای/