کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له استازو سره د حرفوي او تخنیکي زده کړو د مرکزونو په جوړولو او  دغه راز د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په پرمختیايي هغو بدلولو او کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو خبرې اترې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غبرګولي اوله په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرسیتالې زوزمیری دیکارلون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې روزا اوتونبایوا او په سیاسي چارو کې د هغې د مرستیال مارکوز پوتزل سره د اقتصاد وزارت د سرپرست د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، له خصوصي سکتور او متشبثینو څخه د ملاتړ، د بزګرانو لپاره د کوکنارو د بدیل کښت پر پروګرامونو د همکارۍ او تمرکز په اړه خبرې وکړې.

د حرفوي او تخنیکي زده کړو د مرکزونو جوړول او د نړیوالو بشردوستانه مرستو بهیر په پراختیایي مرستو بدلول، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بې وزلۍ د کمولو او د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر نورې خبرې وشوې.

د پیغام پای/