کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت درې ګونو قوواو د مشرانو غونډه دوشنبې د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد مخبر تر مشرۍ لاندې چې د قضائیه قوې مشر حجت الاسلام والمسلمین محسنی اژه ای، د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف همدارنګه د ولسمشر حقوقي مرستیال، د ساتونکو د شورا مرستیال او د ایران د وزیر سیاسي مرستیال هم په کې ګډون درلود، په ۵۰ ورځو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د دغه هېواد د اساسي قانون د ۱۳۱ مادې د تطبیق په اړه خبرې وکړې.
د دې پر بنسټ، د اجرائيه کمېټو د جوړېدو د وخت، د نوماندانو د نوم ليکنې، اعلاناتو او د ټاکنو د ترسره کېدو د بهير په ګډون د ټاکنو مهالوېش وڅېړل او تصويب شو، چې د سرپرستانو شورا د لومړني توافق له مخې به د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۸ تمه نېټه تر سره شي.
د تصویب شوي مهال وېش پر بنسټ به د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو نوم لیکنه د غبرګولي له لسمې تر څوارلسمې تر سره شي او انتخاباتي تبلیغات به هم د غبرګولی له ۲۳ مې د چنګاښ تر ۸ مې پورې وي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د اساسي قانون ۱۳۱ ماده د ۵۰ ورځو لپاره د دغه هېواد د اجرایي چارو د تنظیمولو او د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د یوې شورا د جوړولو حکم کوي، چې جزیات یې په لاندې ډول دي.
د ولسمشر د مړینې، ګوښه کولو، استعفا، غیر حاضرۍ یا ناروغۍ په صورت کې چې له دوو میاشتو څخه زیات وي یا په هغه صورت کې چې د ولسمشر دوره پای ته رسېدلې وي او نوی ولسمشر د خنډونو یا داسې نورو مسلو له امله نه وي ټاکل شوی، د ولسمشر لومړی مرستیال د هغه واکونو او مسوولیتونو د رهبرۍ د موافقې سره سم په غاړه اخلي او د پارلمان د رئیس، د قضائیه قوې رئیس او د ولسمشر لومړی مرستیال مکلف دی چې یوه کړنلاره جوړه کړي تر څو په ۵۰ ورځو کې نوی ولسمشر وټاکل شي د ولسمشر د لومړي مرستیال د مړینې په صورت کې او یا نور هغه مسایل چې د هغه د دندو د ترسره کولو مخه نیسي، او همدارنګه که د ولسمشر لومړی مرستیال نه وي، د هغه پر ځای بل کس ټاکي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ایت الله سید ابراهیم رییسي له شهادت وروسته د تسلیت پیغام خپور کړ چې په یوه برخه کې یې ویلي: ښاغلی مخبر د اساسی قانون د ۱۳۱ مادې له مخې، د مدیریت دنده پر غاړه لری، اجرائيه څانګه مکلف ده چې د مقننه څانګو او قضایه قوې له مشرانو سره یو ځای شي ترڅو د نوي ولسمشر په اعظمي توګه په پنځوسو ورځو کې وټاکل شي.
د دغه راپور له مخې د انقلاب د معظم رهبر په منظورۍ سره به د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر، د اسلامي شورا له مشر محمد باقر قالیباف او د قضائیه قوې له مشر غلام حسین محسنی اژه ای سره د ولسمشریزو ټاکنو تر ترسره کېدو پورې د اجرائیوي څانګې اداره کول په غاړه واخلي.
د پیغام پای/