کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن سه شنبې د غبرګولي اوله اعلان کړی دی، چې دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد نعیم وردګ د قطر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د نړیوال امنیت مجمع په ۳۴ مه ناسته کې ګډون وکړ.
د دغه رياست د خبرپاڼې له مخې، محمد نعيم وردګ د دغې غونډې په څنډه کې له رسنيو سره په مرکه کې وويل: افغانستان د خپل ستراتيژيک جغرافيايي موقعيت له امله په سيمه ييز او نړيوال امنيت کې مهم رول لري.
خبرپاڼه زیاتوي: په دې غونډه کې د قطر جګپوړو چارواکو، د بهرنیو هېوادونو او بنسټونو او نړیوالو امنیتي کمپنیو سفیرانو او استازو هم ګډون کړی و.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې تر اوسه هېڅ هېواد افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دغه هېواد سیاسي استازي هم په غیر رسمي ډول په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې ګډون کوي او له نړۍ سره د افغانستان اړیکې په حقیقت کې پراخېږي.
د پیغام پای/