کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي انقلاب جمهوریت معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه اي نن دوشنبې د غوايي ۳۱ مه په یوه پیغام کې په یوه هوايي پېښه کې د ایران د ولسمشر آیت الله سید آبراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر حسین امیر عبداللهیان، د شرقي آذربایجان مشر حجت الاسلام و المسلمین سید علي آل هاشم، د ختیځ آذربایجان د والي ډاکتر رحمتي او ورسره ملګرو د شهادت له امله تسلیت ویلی دی.
د ایران اسلامي انقلاب د معظم مشر د تسلیت پیغام په دې ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
انا لله و انا الیه راجعون
په ډېرې خواشینۍ او غم سره مو خبر تر لاسه کړ، چې مجاهد عالم، د ایران د خلکو باکفایته، مشهور او زیار کښ، خادم الرضا عیله السلام ښاغلي حجته الاسلام و لمسلمین ولسمشر الحاج سید ابراهیم رئیسي او د هغه ګرانو ملګرو د شهادت خبر مو ترلاسه کړ.
دا بدمرغه پیښه د خدمت د هڅو په ترڅ کې رامنځته شوه؛ د دغه سپیڅلي او بې غرضه شخصیت د مسؤلیت ټوله دوره د ولسمشرۍ په لنډه دوره کې او تر هغه مخکې هم په بشپړه توګه د خلکو، هېواد او اسلام په خدمت کې په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو تېره شوه.
ګران رئیسي ستړیا نه پېژندله، په دغه ترخه پېښه کې د ایران ملت خپل مخلص او صمیمي او ارزښت لرونکی خدمت کوونکی له لاسه ورکړ، هغه ته د خلکو خوښي چې د الله ج د خوښۍ څرګندوی ده تر هر څه مهمه وه، له همدې امله د ځینو بدخواهانو د ناشکري او طعنو له امله د هغه خپګان د هغه د اصلاح او سمون لپاره شپه او ورځ کار کولو ته مخه نه کړه.
په دې درنه پېښه کې د تبریز مشهور او معتبر د جمعې امام حجت الاسلام ال هاشم، د بهرنیو چارو فعال او جنګیالی وزیر ښاغلي امیر عبداللهیان، د دغه هېواد ختیځ آذربایجان انقلابي او متقی والي ښاغلي ملک رحمتي، او د الوتنې ډله او نور ملګري هم په د الهي رحمت سره یوځای شول.
زه پنځه ورځنی ملي ماتم اعلانوم او د ایران ګرانو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم، د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې، ښاغلی مختار د اجراییه ریاست د مدیریت دنده پر غاړه لري او مکلف دی چې د تقنیني او قضايي ارګانونو له رئیسانو سره په راتلونکو پنځوسو ورځو کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.
په پای کې د ښاغلي رئیسي محترمې مور او د هغه محترمې مېرمنې او د جمهور رئیس نورو ژوندي پاتې شویو کسانو او د هغه د محترمو کورنیو او په ځانګړې توګه د ښاغلي آل هاشم ارواښاد پلار ته د جمیل صبر او شهیدانو ته یې د خدای ج له درباره رحمت غواړم.
د پیغام پای/