کابل- ایرنا- د افغانستان د خلکو بېلا بېلو پاړکیو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د رسنیو فعالینو او د افغانستان عامو خلکو د ایران د ولسمشر د شهادت له امله د ایران له لوی ملت سره خپل د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي د شهادت خبر چې د دغه هېواد د آذربایجان ولایت په یوه ځنګلي سیمه کې د چورلکې د لوېدو له امله شوی نن دوشنبې د غوايي ۳۱ مه سهار تایید شو.

د دغه دردونکي خبر له خپرېدو سره سم، د افغانستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د آیت الله سید ابراهیم رئیسی په انځورونو د خپلو پاڼې په رنګولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت له ستر ملت سره خپله خواخوږی څرګنده کړه.

د افغانستان د رسنیو یوه فعال محمد میسام احساني په خپله فیسبوک پاڼه کې د آیت الله سید ابراهیم رئیسي انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: د ایران ستر ملت ته تسلیت!

اولیا جلالي د افغانستان د سیاسي مسایلو شننونکي هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: سید ابراهیم رئیسي او امیر عبداللهیان؛ دوه انقلابي څېرې فرزانه او مجاهد چې د تمدن په ډګر کې د هماهنګۍ او هغږۍ لپاره د نه منلو وړ اندېښمن او زړه سوی درلود.

جلالي لیکلي: له اتو کلونو سړېدو وروسته له تاجکستان سره د ایران د اړیکو تودېدل، د کډوالۍ د ادارې رامنځته کېدل او په ایران کې زموږ د میلیونونو ناقانونه هېوادوالو قانوني کېدل او د افغانستان د اوسني وضعیت د کابو کولو هڅې د دې لوی شخصیت ښکاره بېلګې وې، ستر یزدان پاک دې د تاریخ په دغه دوه بچیانو رحم وکړي!

د پوهنتون استاد لطیف صدراه هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: انالله و اناالیه راجعون! دویم ابراهیم خلیل ملکوتي شو. روح دې ښاد وي د حیدر زوی په بد وخت کې اسلامي نړۍ یوازې پرېښوده، د ایران ستر ملت او اسلامي نړۍ ته تسلیت!

بل کارونکي محمد جواد حسن زاده هم لیکلي: د امام خمیني (رح) د تقلید او د امام خامنه ای د تقلید کونکو برخلیک له شهادت پرته بل څه نه وي، د ایران ستر ملت ته تسلیت وایم.

شفیق الله احمدزي په نوم یو افغان پښتون کارونکي هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: دا پېښه په ریښتیا د خواشینۍ وړ ده، خدای دې ایرانیانو ته د زړه صبر ورکړي او دا پېښه دې د حزب الله د فلسطیني مجاهدینو روحیه کمزورې نه کړي.

د فیسبوک د ټولنیزې شبکې بل کارونکي سلیم نیازي لیکلي: قالو انا الله و انا الیہ راجعون، د ایران ملت او حکومت ته د خپلې ژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوم، د الله ج له دربار نه شیهدانو ته جنت او کورنیو ته یې د صبر غوښتنه کوم.

یو بل کارونکي حجت الله علوي لیکلي: انا لله و انا الیه راجعون، د ایران ملت ته د ورور او ستر شهید آیت الله سید ابراهیم رئیسي «خادم الرضا (ع)» مبارکي وړاندې کوم، درې کاله وړاندې د امام رضا (ع) درېیم تلین په ورځ ولسمشر شو او نن یې بیا هم د امام رضا علیه السلام د زوکړې په ورځ یې د شهادت ارمان پوره کړ، د امام رضا (ع) خادم، تاسو ته د هغه د زوکړې په ورځ، د خدمت په لاره کې د شهادت مبارکي درته وایم.

د مرتضی هاشمي په نامه یو بل کارونکي د ایران د ولسمشر هڅو او استقامت ته په اشارې سره لیکلي: «د ښاغلي سید د آرام وخت را رسېدلی دی، انا لله و انا الیه راجعون د ایران ستر ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

یو بل کارونکي شاه محمد سعادت هم لیکلي: "انا الله و انا الیه راجعون، د ایران ستر ملت او اسلامي هېوادونو ته تسلیت وړاندې کوم.

دینی عالم حیدری بهسودی هم لیکلی: د ایران اسلامی جمهوریت جلالتمآب ولسمشر او ورسره پلاوی د شهادت درجې ته رسېدلی دي د اسلامي ایران عزتمن ملت او په تېره بیا د اسلامی انقلاب معظم رهبر ایت الله امام خامنه اي ته د تسلیت مراتب وړاندې کولو سره د شهیدانو کورنیو او د ایران ستر ملت ته د خدای له درباره د اجر او صبر هیله کوم.

نن د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په زرګونو کاروونکو خپلې پاڼې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ایت الله رئیسي او بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان په انځورونو سینګار کړې او د ایران له ستر ملت سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پیغام پای/