کابل- ایرنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر د مړینې له امله د ایران له لوی ملت سره د خواخوږۍ او احترام په توګه د یوې ورځې لپاره په خپل هېواد کې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن دوشنبې د غوايي ۳۱ مه پر خپله اېکس پاڼه د ایران د ولسمشر د مړینې له امله تسلیت ویلی او اعلان یې کړیو چې د ایران ولسمشر او ورسره ملګرو ته د درناوي او د ایران د ورو او لوی ملت سره د خواخوږۍ په پار یوه ورځ ماتم اعلانوي او د هېواد بیرغ به نیم ځوړند وي.

د ایران د راپور له مخې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ مازیګر مهال د چورلکې د لوېدو په پېښه کې په شهادت ورسېدل.

د پیغام پای/