کابل- ایرنا- د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د الوتکې د غورځېدو په پیښه کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د هغه د ملګرو په مړینه خواشیني څرګنده او تسلیت یې ویلی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبې د غوايي ۳۱مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر حضرت ایت الله سید ابراهیم رئیسي، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د جمعه تبریز امام حجت الاسلام علی ال هاشم، او د هغه څو تنه ملګري په ختیځ آذربایجان ولایت کې د چورلکې د غورځېدو په غمجنې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عبدالله زیاته کړه: د دغې سترې غمیزې له امله د هغه قدرمنې کورنۍ، د ایران اسلامي جمهوریت خلکو او د ایران اسلامي جمهوریت دولت ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم، سید ابراهیم رئیسي او ملګرو ته یې د خدای (ج)  له دربار رحمت او مغفرت غوښتنه او د قربانیانو کورنیو او د ایران ستر ملت ته د صبر او زغم غوښتنه کوم.

د پیغام پای/