کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د کانونو په سم مدیریت ټینګار وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هرات، فاریاب او بادغیس ولایتونو له والیانو سره د کانونو د سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د لیدنې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات له والي شیخ نوراحمد اسلام جار، د فاریاب له والي محمد شعیب رسالت او بادغس د والي ملا عبدالصمد جاوید سره په خپل دفتر کې په جلا جلا توګه وکتل.

په دغو ناستو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په بېلابېلو موضوعاتو په تېره بیا د سرپو، مسو او تورې طلا کانونو په ګډون د کانونو په مدیریت او د پانګوالو د جلبولو په موخه د پانګونې د فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د وزارت له مشرتابه سره د قراردادیانو او د یادو ولایتونو د خلکو د ستونزو حل یو له هغو نورو موضوعاتو څخه وو چې خبرې وشوې.

په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د شته اسانتیاوو له مخې به د یادې ستونزې په حل کې همکاري وکړي.

د پیغام پای/