کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې د غوايي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د دوی درې وګړي د افغانستان په بامیان ولایت کې د وسله وال برید په ترڅ کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز په خپله اېکس پاڼه لیکلي: افغانستان کې د اسپانوي ګرځندویانو له وژل کېدو مې ټکان وخوړ.
د فرانسې خبري آژانس هم ویلي، چې نور درې ټپیان د ناروې، استرالیا او لیتوانیا اتباع دي.
د ایرنا د خبر له مخې د غوايي ۲۸مې د جمعې په ماښام په بامیان ولایت کې په ډزو کې ۱۱ تنه افغانان او بهرنی سیلانیان مړه او ژوبل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې شپه د غوايي په ۲۸مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «نن ماښام د بامیانو په ښار کې پر خلکو وسله وال برید شوی، چې په کې یو افغان او درې بهرنیان وژل شوي او د دریو افغانانو په ګډون ۴ تنه بهرنیان ټپیان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند ليکلي: امنيتي ځواکونو د قاتلينو د موندلو هڅې پيل کړې او تر اوسه يې د قضيې په تړاو څلور کسان نيولي دي.
د پیغام پای/