کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت په بدخشان ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د پنځه زره جرېبه کوکنارو د پاکېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه اعلان کړی دی، چې د عمر ثالث ۲۱۹ فرقیې د سرحدي لوبا د پیاده ځواکونو له خوا د کوکنارو اړولو کمپیان په ترڅ کې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو کښت په مکمل ډول له منځه وړی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې کډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د کمپاین له پیل څخه تر اوسه پورې پنځه زره جرېبه  کوکنار د بدخشان ولایت په ارګو او داریم ولسوالیو کې له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ثور په ٢٤مه د اقصى امن عامه زون د شپږم کنډک قوماندان مولوي سيف الله صبري ويلي و، چې د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ په کليو کې په ١٩٥ جريبه ځمکه د کوکنارو کرل شوي و چې د شپږم او اووم کنډک د پرسونل لخوا ویجاړشو.

د پیغام پای/