کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ واتیکان نیوز نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه راپور ورکړی، چې پاپ فرانسیس چهارشنبې د غوايي ۲۶ مه په یوه عمومي وینا کې له خلکو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستو ته ورودانګي.
پاپ وویل چې هغه د قربانیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا کوي.
د ایرنا د خبر له مخې د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله څه د پاسه ۳۰۰ کسان مړه او ژوبل شوی دی او په زرګونو د استوګنې کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده .
د پیغام پای/