کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د کتاب د نړیوالې ورځ په مناسبت د هېواد په څو ولایتونو کې د کتاب نندارتونونه تر سره شول.
په خبرپاڼه کې راغلي: د کتاب نړیواله اونۍ د پنجشیر، غزني، غور، بلخ، فاریاب، ننګرهار، نورستان، هلمند، میدان وردګو، سمنګان، فراه، بامیان او یو شمېر نورو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيهقي خپرونو رياست په همکارۍ په د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوه د کتاب نندارتونونه جوړ شول.
چارواکي وايي، په دې نندارتونو کې د دولتي ادارو مسوولينو، شاعرانو، فرهنګيانو، ليکوالانو، علماوو، مشرانو، ځوانانو، د ادب مينه والو، محصلينو او د کتاب لوستوونکو برخه اخيستې وه.
خبرپاڼه زیاتوي: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو ویلي، د کتاب نړیوالې اونۍ په مناسبت د کتاب میلې له جوړېدو څخه موخه د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ د مطالعې او د کتاب لوست فرهنګ ته وده ورکول دي.
د پیغام پای/