د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د سرې میاشت ځانګړي سکرتر سعید اوحدي سه شنبې د غوايي ۲۵ مه له العالم شبکې سره په مرکه کې و ویل: تر اوسه پورې ۱۰ زره ټنه خوراکي توکي، درمل او بیولوژیکي محصولات او څه د پاسه ۱۹۰ ملیارده تومان نغدي مرسته د ایران له لوري غزې تراډې ته د فلسطین له مظلومو خلکو سره د مرستې لپاره استول شوې ده.
هغه زیاته کړه: د الله ج په فضل سره، د غاصب رژیم له ټولو فشارونو سره سره، موږ وتوانېدو چې دغه مرستې د هغو لارو له لارې غزې ته انتقال کړو چې د ځینو هېوادونو په مرسته پلان شوې وې.
د پیغام پای/