کابل- ایرنا- د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل او په افغانستان کې د دغه پوځي د جنګي جنایتونو افشا کوونکی په ۵ کاله او ۸ میاشتې بند باندې محکوم شوی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د استرالیا د پلازمینې د عالي محکمې قاضي نن سه شنبې د غوايي ۲۵مه وویل: د استرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک برایډ د افغانستان د جګړې په تړاو د اسنادو د غلا او افشا کولو په جرم په ۵ کاله او ۸ میاشتو بند محکوم شو.

هغه په ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کلونو کې داسې اسناد افشا کړل چې په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ د جنګي جرمونو دوسیه جوړه شوې وه.

د استرالیا حکومت ادعا کړې چې د ښاغلي مک برایډ افشا شوي اسناد د استرالیا امنیت او دفاع له خطر سره مخامخ کړې ده.

ښاغلي مک برایډ د تېر کال په نومبر کې د محرمو نظامي معلوماتو د افشا کولو او د آسټرالیا ABC خبریالانو ته د سپارلو په تور په جرم اعتراف وکړ.

قاضي وویل: ډیوډ مک برایډ ښه شخصیت دی مګر داسې ښکاري چې د خپلو نظرونو په سموالي کې لیوالتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د استرالیا د وکیل کړنې د بې ځایه اعتماد له امله رامنځته شوې او ښاغلي مک برایډ د خپلې دندې په قانوني چوکاټ کې په عمل کولو کې پاتې راغلی.

د ایرنا د راپور له مخې، د استرالیا پوځ د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته د خپلو شلو سفرونو په ترڅ کې د بشریت ضد جنایتونه کړي دي.

د پیغام پای/