کابل- ایرنا- د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د ۵۰ ښځو په ګډون یې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۰۰ طبي متخصصین د لومړنیو بیړنیو مرستو په برخه کې روزلي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روغتیا نړیوال سازمان نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه د نړیوالو معیارونو سره سم په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام اعلان وکړ.

د سازمان په وینا، دا روزنه د دې لپاره ډیزاین شوې چې دوی د حاد او ژوند ګواښونکي حالتونو اداره کولو لپاره اړین مهارتونه سمبال کړي.

د پیغام پای/