کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه په یوه خبرباڼه کې اعلان کړی دی، چې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې او د ایران د کانونو د انجینرۍ سیسټم ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې: دغه تفاهم لیک د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده او د ایران د کانونو د انجینرۍ سیسټم د استازي رضا بسطامي تر منځ لاسلیک شو.
بسطامي د دغه تفاهم لیک د لاسلیک پر مهال و ویل: موږ غواړو په نېږدې وخت کې خپل دفتر هم په افغانستان کې پرانیزو تر څو ایراني انجینران خپلې تجربې د کانونو د استخراج په برخه کې د افغانستان له انجینرانو سره شریکې کړي.
بسطامي زياته کړه: په افغانستان کې د صنعتکارانو لپاره زياتې اسانتياوې رامنځته شوې دي، چې د اقتصادي ودې لپاره يو ښه پرمختګ ګڼل کيږي.
د پیغام پای/