کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت سرپرست وايي، خیریه بنسټونه دې د رامنځ ته شویو کمېټو سره همغږۍ سېلاب ځپلو ته رسېدنه وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه د بغلان ولایت په یو له سېلاب ځپلو سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري ادارو له استازو سره د د دغه وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني د ګډې ناستې خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په وینا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست په دغه ناستته کې د یادو ادارو له بشري مرستو د مننې تر څنګ و ویل: د سېلاب ځپلو د ستونزو د هواري لپاره بېلا بېلې کمېټې جوړې شوې دي.

حقاني له ټولو ادارو او خيريه بنسټونو وغوښتل چې د سېلاب ځپلو کورنيو د ښې پاملرنې په موخه خپل فعاليتونه له جوړو شويو کمېټو سره په همغږۍ کې مخ ته یوسي.
 
له بلې خوا په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې ماریا پیتراد په دې غونډه کې وویل: د دې ادارې ټولې څانګې په سېلاب ځپلو سیمو کې شتون لري او له کتنې او ارزونې وروسته به له سېلاب ځپلو سره د تلپاتې مرستو لړۍ د جوړو شويو کمېټو سره په همغږۍ خپلو مرستو ته د دوام ورکړي.

د پیغام پای/