کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو انرژۍ وزارت نن دوشنبې د غوايي ٢٤مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت د پانګې اچونې د جلب او جذب د رييس انجنير داد محمد زرمتي په مشرۍ د ترکيې د شپږو هېوادونو له يو شمېر استازو سره د کتنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د ترکي شرکتونو استازو په افغانستان کې له بېلابېلو منابعو څخه د انرژۍ د تولید او د اوبو د مدیریت په پروژو کې د پانګونې په برخه کې خپلې لېوالتیا څرګنده کړه.
د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئیس هم له دوی سره په پروژو کې د پانګونې د بهیر په اړه لازم معلومات شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې زمینه په هر اړخیزه توګه چمتو ده او دغه وزارت د پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د پیغام پای/