کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر افغانستان کې د کانونو برخه کې د ایران د انجنیرۍ سیستم دفتر پرانیستلو په اړه خبرې اترې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت یکشنبې د غوايي ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د ایران اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر غلام رضا نجاري تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد د دولتي او سکتوري پلاوي سره کابل کې د صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون کې د سرپرست دولت د صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د هغه وروستي تفاهم په اساس چې د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر په ترڅ کې د کانونو په برخه کې د ایران د انجنیري سیسټم د دفتر پرانستلو، او ایران کې افغان انجینرانو ته په دې برخه کې د زده کړو زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د عملي ګامونو او په افغانستان کې د دغه دفتر د پرانستلو او د افغانستان د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د همکارۍ د تفاهم ليک د لاسليکولو په خاطر؛ د تماس بورډ او یو تکنیشین د ایران اسلامي جمهوریت د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست له خوا د دغه هېواد پلاوي ته ور وپیژندل شو.

د پیغام پای/