کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال بغلان ولایت کې سېلاب ځپلو ته ویلي: تر څو مې ستاسو ژوند بېرته عادي حالت ته نه دی ګرځولی تر څنګ مو ولاړ یم.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې و ویل: بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او موږ د رامنځ ته شویو ستونزو څخه خواشني یو، د شهیدانو لپاره فردوس جنت، د پاتې شونو لپاره یې جمیل صبر او ټپیانو ته یې د الله ج له درباره د عاجلې روغتیا غوښتونکي یو.

د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت خلکو ته و ویل: له دې سفر څخه مو موخه یوازې تاسو ته د تسلیت ویل نه دی، بلکې تاسو ته ډاډ درکوم اسلامي امارت به تر هغه ستاسو تر څنګ ولاړ وي تر څو یې ستاسو ژوند بېرته عادي حالت ته نه وي راګرځولی.

ملا برادر څرګنده کړه: اسلامي امارت د خپلو وګړو سره د مرستو لپاره د شته امکاناتو تر حده پورې پورې ګټه اخیستې ده، ټول وزارتونه او اړونده ادارې د بېړنیو مرستو رسولو په لټه کې دي او تاسو ته ډاډ درکوم چې راټولې شوې مرستې به په رڼه توګه په اړمنو کسانو و وېشل شي.

د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال له ټولو ملي سوداګرو، وګړو، بډایه، خیریه بنسټونو، موسسیو او ادارو وغوښتل، چې په دې سختو شرایېو کې له ځپل شویو افغانانو سره مرسته وکړي او خپلې مرستې ترې ونه سپموي.

د پیغام پای/