کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د جمعې د ورځې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د سمنګان ولایت د کډوالو چارو ریاست د راپور له مخې، په دغه ولایت کې یو کس وژل شوی، یو ماشوم ورک دی، ۶۰ کورونه، د ۳۰ هټۍ، ۳۰۰ متره استنادي دیوالونه، د سیمه ییزې برېښنا ۱۲ شبکې، ۱۲ پلونه ویجاړ شوي او ۲۰۰ سره څاروي تلف شوي دي، د اوبو لګولو او کرنيز کانالونه، بندونه، کرنيزو ځمکو او شنبې خونې او د خرم او سارباغ ولسواليو عمومي سړک چې د سمنګانو ولايت د روي دواب، خرم او سارباغ ولسوالۍ او د بامیان ولایت کهمرد او سيغان ولسوالۍ د سمنګان له مرکز او نورو ولایتونو سره نښلوي له منځه تللې دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، کېدای شي د دغو سېلاوونو له امله د اوښتو زيانونو اندازه نوره هم زياته شي.
د ایرنا د خبر له مخې د دغه هېواد په مختلفو ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله په سلګونو کسان مړه او د استوګنې په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.
د پیغام پای/