کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال وايي: د امکان تر حده د امنیت د تامین لپاره باید شپه او ورځ هڅې وشي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان سرپرست دولت نن یکشنبې د غوايي ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جوزجان ولایت له امنیه قومندان قاري حفیظ الله پهلوان سره وکتل.

د جوزجان ولایت امنیه قوماندان قاري حفیظ الله پهلوان د دغه ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همدارنګه د خپلو فعالیتونو او دندو په اړه اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

ده وويل: د دې ولايت په ښار او ولسواليو کې د مجاهدينو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له امله په بشپړه توګه امنيت تامين شوی او چارواکي تل د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

د جوزجان امنيه قوماندان څرګنده کړه: د دغه ولايت امنيتي مسوولين له نورو اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ د هېوادوالو د هوساینې او روحي ارامتیا لپاره کار کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي له دې لیدنې د خوښۍ په څرګندولو سره د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ له کړنو او دندو څخه ستاينه وکړه.

هغه زیاته کړه: امنیت د افغانستان د خلکو تر ټولو اساسي اړتیا ده، چې له ډېر وخت وروسته ورته ورکړل شوی دی او هر څومره چې ممکنه وي، د اسلامي امارت مسوولینو او مجاهدینو ته لازمه ده چې شپه او ورځ کار وکړي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال ټینګار وکړ چې د هېوادوالو لپاره د هوساینې او اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دی او په دې برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي.

د پیغام پای/