کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د یوناما د رسنیو دفتر نن یکشنبې د غوايي ۲۳مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اتونیوګوش د څرګندونو له مخې لیکلي:«موږ په بغلان ولایت کې د سېلابونو په مرګ ژوبله خواشیني یو او له سېلاب ځپلو سره خپله خواخوږي څرګندوو.
ګوتریش زیاته کړه: ملګري ملتونه له طالبانو سره همغږي دي چې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لړۍ چټکه کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان له خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویلي، بغلان ولایت کې د جمعې د ورځې په سېلابونو کې له ۱۵۰ زیات کسان مړه او ژوبل شول.
د خوړو نړیوال سازمان نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه وویل چې د جمعې په ورځ په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د افغانستان سرپرست دولت د بغلان د پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره څو کمېټې جوړې کړې دي.
د پیغام پای/