کابل- ایرنا- غور ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، دغه ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ غور ولایت کې سرچینې وايي، دغه ولایت کې د سختو بارانونو او سېلابونو او دغه راز د مرغاب سیند لارې تړل کېدو له امله پنځه کلي له هغې ډلې فراخور او الان کلي تر اوبو لاندې شوي او یو تن ورک شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس د دغه کلیو اوسېدونکو خپل ټول شته د تېرې ورځې په سېلابونو کې له لاسه ورکړي او غرونو ته یې پناه وړې ده.

په ورته وخت کې د غور ولایت له الفاروق ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، د دغه ولایت په سر سمبي کلي کې یو ۲۰ کلن ځوان په سېلاب کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هرات د «چشت شریف» ولسوالۍ اوسېدونکي هم تاییدوي چې د دې ولسوالۍ دوه کلي په اوبو کې ډوب شوي دي.

دوی وايي، چې د سېلاب له امله د «بشه» او «ده زبر» کليو لسګونه اوسېدونکي غرونو ته کډه شوي دي.

 په همدې حال کې په بغلان کې له بې ساري سېلابونو وروسته سیمه ییزې سرچینې د لږ تر لږه ۵۰ کسانو د وژل کېدو او ورکېدو پخلی کوي.

دغه سېلابونه د بغلان په مرکز او مرکزي بغلان، برکه او نهرين ولسواليو کې راوتلي او په تېرو دوو لسيزو کې بې ساري بلل شوي دي.

د پیغام پای/