کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت نه غواړي، چې افغانان د اوږد مهال لپاره په نورو متکي وي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې او کابل کې د بېلا بېلو ۲۱ هېوادونو له غړو جووړې ادارې له غړو سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ، د بشردوستانه مرستو په ګټور توب او په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو څخه د ملاتړ پر امکان خبرې اترې وکړې.

متقي وويل: له کلونو جګړو او بې ثباتۍ وروسته اوس دا زمينه مساعده شوې، چې په افغانستان کې د سيمه ييزو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، کاسا ١٠٠٠، افغان ټرانس رېل پټلۍ او نورو پروژو پيل ته لاره هواره شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: اسلامي امارت نه غواړي چې افغانان په اوږد مهال کې د نورو په بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې د پروژو پلي کولو ته اړتیا لري، تر څو د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودریږي.

په ورته وخت د دغې کمېټې مشر بچار بونګ عبدالله وویل: د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وړاندیز په موخه د افغان لوري لومړیتوبونه مشخص کړي.

د دغې کمېټې مرستیال امجد قاید احمد الکمیم هم په افغانستان کې امنیت، ښاري خدمات او د خلکو عادي ژوند د پام وړ مثبت پرمختګونه وبلل.

هغه زیاته کړه: له کابل وروسته به ولایتونو ته هم سفر وکړي تر څو د افغانستان وضعیت له نږدې وګوري او په دې برخه کې به خپل وړاندیزونه اړوندو چارواکو ته وړاندې کړي.

د پیغام پای/