کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غوايي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې پروان ولایت کې د خلکو یوې غونډې ته د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وینا ټکي خپاره کړي دي.
د دولت سیاسي مرستیال ویلي: د اسلامي امارت په بریا سره د هېواد د آبادۍ او بیارغونې تر څنګ په سیاسي برخه کې هم د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او چارواکي شپه ورځ د خلکو د هوساینې او هېواد د روښانه راتلونکې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت په کابو درې کلونو کې وکولی شوای چې له بهرنیو مرستو پرته د نظام لګښتونه له کورنیو عوایدو پوره او په هېواد کې لویې بنسټیزې پروژې پیل کړي.
سیاسي مرستیال د امریکا او ناټو پر وړاندې د جهاد بریا د افغانانو د یووالي پایله وبلله څرګنده یې کړه: لکه څنګه چې جهاد یو ګډو مسوولیت وو، نو اوسنی نظام هم د ټولو خلکو ګډ دی.
مولوي عبدالکبير د نظام ساتنه د دولت او خلکو ګډه دنده وبلله او تېرو حکومتونو ته په اشارې سره يې وويل: که پخوانيو واکمنو اسلامي نظام حاکم او شرعي قانون يې په بشپړه توګه نافذ کړى واى، نو د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره به د افغانانو د دومره قربانیو اړتیا نه وه.
هغه له ګاونډیو او نړۍ سره د سرپرست دولت اقتصادي اړیکې د نظام د سالمې پالیسۍ پایله وبلله ویې ویل: د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان د استازو ګډون له نړۍ سره د افغانستان د بریالۍ تګلارې او مثبت تعامل څرګندونه کوي.
د سرپرست دولت سیاسي مرستیال دې ته په اشارې سره چې اسلامي امارت د پروان په خلکو پوره باور لري، د دغه ولایت علماوو او قومي مخورو ته په خطاب کې زیاته کړه: د تېر حکومت هغو چارواکو او مسوولینو ته چې په بهر کې مېشت دي ډاډ ورکړی، چې هېواد ته راستانه او په عزت سره ژوند وکړي.
د پیغام پای/