کابل- ایرنا- د خوړو نړیوال پروګرام رییس د زابل ولایت د اوسېدونکو په ځانګړې توګه په دغه ولایت کې د سېلاب ځپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره د دغه بنسټ د همکارۍ کولو ډاډ ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه خبر ورکړی دی، چې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې مېرمن «چیا وی لي» افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له والي مولوي حزب الله افغان سره لیدلي او د سېلاب ځپلو د ستونزو پر حل یې ورسره خبرې وکړې.

د زابل والي په دغه لیدنه کې ویلي، چې په زابل ولایت کې سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

هغه د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له رئیسې وغوشتل چې په بېلا بېلو برخو کې د زابل ولایت د خلکو د ستونزو حل ته پاملرنه ولري.

بل پلو مېرمن وی لي زابل ولایت ته پر خپل سفر خوښي څرګنده کړه او د زابل د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې یې د دغه بنسټ د همکاریو ډاډ ورکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتی، چې خلک یې له ګڼو ستونزو په ځانګړې توګه د کورونو او کرنې د تخریب سره مخ کړي دي.

د پیغام پای/