کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د فلسطین د اسلامي مقاومت خوځښت (حماس) دوشنبې د غوايي ۱۷ مه مازیګر مهال اعلان وکړ، چې د دغه خوځښت د سیاسي دفتر رییس «اسماعیل هنیه» د قطر د لومړي او بهرنیو چارو وزیر «محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» او د مصر د استخباراتي ادارې له مشر «سید عباس کامل» سره تلېفوني خبرې اترې کړې دي.
هینه په دغه تلېفوني اړیکه کې په غزه کې د اوربند لپاره د مصر او قطر د وړاندیز سره د حماس د موافقت خبر ورکړ.
«المیادین» شبکې د فلسطین مقاومت د یوه مشر په قول راپور ورکړی دی، چې منځګړي او د حماس غورځنګ د اوربند په اړه یوه نوي او ثابت فورمول ته رسېدلي او دا ستونزه هم حل شوې ده.
هغه ویلي: حماس توافق ته د رسېدو لپاره ډېر نرمښت له ځانه ښودلی او اوس توپ د صهیونیستي رژیم پر ځمکه دی.
د حماس یوه مشر «طاهر النونو» هم ویلي: له هغه وړاندیز سره مو چې په کې د اوربند کېدل، د ړنکو بیا جوړېدل، د فلسطیني کډوالو بېرته ستنېدل او د بندیانو خلاصون په کې دی موافقت کړی دی.
هغه زیاته کړه: انتظار یو چې منځګړي د حماس د مشرانو په ځواب کې څه کولی شي، د حماس پلاوی به هم ډېر ژر د اوربند د توافق د ارزونې په موخه قاهرې ته ولاړ شي.
صهیونیسټي رسنیو هم راپور ورکړی چې د صهیونیسټي بندیانو کورنیو په تل ابیب کې د ایالون کوڅه وتړله او د بندیانو د بېرته ستنېدو غوښتنه یې وکړه.
په دې اړه د صهیونیسټي بندي «سینګوکر» کورنۍ ویلي: حماس د بندیانو له تبادلې سره موافقه کړې او اوس د بندیانو د بېرته ستنولو وخت دی، که نه نو موږ به هر څه ته اور واچوو.
د پیغام پای/