کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان او ترکمنستان د شرکتونو تر منځ د څو تړونونو او تفاهم لیکونو د لاسلیک کېدو خبر ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان او ترکمنستان د شرکتونو تر منځ له ۱۰ زیات تړونونه او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ او د والي شیخ نور احمد اسلام جار، د ترکمنستان د صنعتکارانو او سوداګرو ټولنې د رییس نوکرقلي اتاقلي او یو شمېر نورو افغان سوداګرو او صنعتکارانو په حضور کې و ویل: د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو د پراختیا لپاره تر ټولو ښه فرصت رامنځ ته شوی چې دواړه لوري باید ترې په لوړه کچه ګټه پورته کړي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر، د دغه ولایت د والي او هرات د صنایع او کانونو خونې مسوولینو په حضور کې د سیخ ګول، رنګ، مرمر او خوراکي توکو په ګډون د ساختماني توکو په برخو کې له لسو څخه زیات تړونونه او دوه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

چارواکي وايي، دغه هوکړه لیکونه او تفاهم لیکونه ترکمنستان ته د سوداګرۍ او صنایعو د سرپرست وزیر د سفر او د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف سره د کتنې په پایله کې شوي دي.

د پیغام پای/