کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست دولت ته د سپارلو غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن دوشنبې د غوايي ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د ختیځې مدیترانې د روغتیا برخې مشرې ډاکتر حنان حسن بلخي سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې د سرپرست دولت اداري مرستیال د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست دولت ته د سپارلو او دغه د ختیځې مدیترانې راز د مشرتابه او اجرائیوی بورډ په ناستو کې یې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د سرپرست دولت اداري مرستيال دې ته په اشارې سره چې نړيوال سازمانونه بايد له کروندګرو سره د بديل معيشت په برخه کې مرسته وکړي وويل: په دې وروستيو کې د سختو سېلابونو له امله زموږ خلکو ته زيات زيانونه اوښتي دي او هيله لرو چې نړيوال سازمانونه په دې برخه کې همکاري وکړي.

حنفي ویلي: اسلامي امارت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان کډوالو جبري شړل په سمه توګه مدیریت کړي او په دې برخه کې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان له مرسته او همکارۍ مننه وکړه.

اداري مرستیال دې ته په اشارې سره چې د پولیو یا ګوزڼ له منځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی، د واکسینو په برابرولو او د پولیو د تشخیص د لابراتوارونو د فعالولو، د سرطان د درملنې د مجهز مرکز او روغتیايي کلینیکونو د جوړولو او دغه راز د هیواد په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي، د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د متخصصینو د روزلو او د روغتونونو او کلینیکونو د پرمختللو طبي وسایلو د سمبالولو په برخه کې په برخه کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د روغتيا د نړيوال سازمان د ختيځې مديترانې د برخې مسوولې ډاکتر حنان حسن بلخي وويل: د روغتيا موضوع له نړيوال روغتيايي سازمان سره غير سياسي ده او د دغه سازمان له لومړيتوبونو څخه ده.

هغه په بېلابېلو برخو کې د سرپرست دولت لاسته راوړنې وستایلې وې ویل: هیله لرو چې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د افغانستان خلکو ته ښه شرایط برابر شي، ځکه د افغانستان خلک په بېلابېلو برخو کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو مستحق دي. 

حنان حسن بلخي يادونه وکړه، چې د روغتيا نړيوال سازمان د نړيوالو موسسو او اروپايي ټولنې په همکارۍ په بېلابېلو ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول درې کلنه پروژه هم په پام کې لري.

هغه د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سرپرست دولت له هڅو څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: له دې ناروغۍ سره د مبارزې غوره لاره د ټولو افغانانو لپاره د واکسین تطبیق دی.

د نړيوال روغتيايي سازمان د ختيځې مديترانې سيمې مشرې وويل: افغان بزګرانو ته د بديل معيشت د برابرولو موضوع به له نړيوال روغتيايي سازمان او نورو اړوندو بنسټونو سره شريکه کړي.

د پیغام پای/