د ایرنا د خبر له مخې د ملګرو ملتو د خوراک د نړیوال پروګرام مشرې سنډي مکین نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه وویل: هرکله چې موږ د دغه شان جنګ شاهدان یوو او کله چې په جنګ کې څه پیښیږي نو قحطي رامنځته کېږي.
هغه خبرداری ورکړ چې قحطي د غزې د سویل په لور روانه ده، چې د دغې تراډې زیاتره نفوس د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې له وېرې هلته پناه اخیستې ده.
ملګرو ملتونو د اګست له نیمایي راهیسې د غزې په شمال کې قحطي اعلان کړې، خو تر اوسه یې وضعیت په رسمي توګه نه دی اعلان کړی.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په غزه کې ماشومان د لوږې له امله مري او اسراییل تورنوي چې له لوږې څخه د فلسطینیانو پر ضد د وسلې په توګه کار اخلي.
مک کین د خپلې مرکې په یوه بله برخه کې د غزې په شمال کې د خوراکي توکو سخت کمښت او ناامنۍ ته اشاره وکړه ویې ویل: خلک اوبو، روغتیا او درملو ته اړتیا لري.
هغه همداراز زیاته کړه چې په غزه کې د داسې وحشت شاهد دی چې حتی لیدل او اورېدل یې ګران دي.
د ملګرو ملتونو چارواکي د غزې خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو د یوې لارې په توګه د اوربند غوښتنه وکړه.
د پیغام پای/