کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال وايي، اسلامي امارت په هېواد کې د روغتیا برخې معیاري کولو او خلکو ته د ښو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ شنبې د غوايي ۱۵ مه له پروفیسور ډاکتر عبدالکریم قیومي سره د سرپرست دولت د اداري مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه لیدنه کې لومړی ډاکتر قیومي د هېواد د روغتیايي حالت، روغتونو او ډاکترانو په اړه خبرې وکړې ویې ویل، دا مهال په هېواد کې په کافي اندازه په هره برخه کې متخصص ډاکتران شتون لري او هغوی ته د پاملرنې او هغوی ته د امکاناتو او پرمختللو روغتیايي وسایلو په برابرولو سره کولی شي د بېلا بېلو برخو ناروغانو ستونزو ته ځواب و وايي.

قيومي د محصلينو د علمي کچې د لوړولو او د عصري پوهې د ترلاسه کولو په موخه د انلاين پروګرامونو پر پيلولو ټينګار وکړ او د اسلامي امارت له مسوولينو يې وغوښتل چې د معياري طبي وسايلو د برابرولو او په ټول هېواد کې د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د پراختيا او معياري کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې کتنه کې د رییس الوزار اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي روغتيايي خدمتونه د خلکو له اساسي اړتياوو څخه وبلل ويې ويل: اسلامي امارت په هېواد کې د روغتيايي سکتور د معياري کولو او غوره روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دى. 

هغه زیاته کړه: د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په لاره اچولو او په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د روزل شویو متخصصینو د ګمارلو ترڅنګ، اړوند مسوولین هڅه کوي، چې ټولو روغتونونو ته پرمختللي طبي اسانتیاوې برابرې کړي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال زیاته کړه: اوس په هېواد کې د متخصصو ډاکټرانو د روزنې او زده کړو لپاره کافي ظرفیت شته او که له دغه ظرفیت څخه په سمه توګه کار واخیستل شي، د هېواد ډېرې روغتیايي ستونزې به حل شي.

د پیغام پای/