کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت د ښه کولو په موخه د تورخم له سرحدي امر سره وکتل.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې شپه د غوايي، ۱۵ مه اعلان وکړ چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د تورخم د سرحدونو له قومندان بخت جمال ګوهر سره د ننګرهار ولایت د راستنیدونکو چارو ریاست کې وکتل.

په دې کتنه کې د تورخم سرحدي قوماندان خلیل الرحمن حقاني سره په دې پوله کې د کډوالو ستونزې شریکې کړې.

په دې کتنه کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست افغان کډوالو ته د خدمتونو او همکارۍ له امله مننه او ګوهر ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او دغه راز یې په شفافیت، چټکتیا او همغږۍ ټینګار وکړ.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د دویم پړاو له اعلان وروسته د تورخم او سپین بولدک له پولو د افغان کډوالو جبري ستنېدل زیات شوي دي.

د پیغام پای/