کابل- ایرنا- د نیمروز والي وايي: په دغه ولایت کې د سېلابونو ځپلي بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت مسوولينو جمعه د غوايي ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د نیمروز له والي محمد قاسم خالد سره د دغه وزارت د مالي او اداري عمومي رييس مولوي عبدالرحمن زاهد د لیدنې خبر ورکړی دی.

د نیمروز والي محمد قاسم خالد د ښه راغلاست پر مهال په هېواد او په ځانګړي ډول د نیمروز ولایت د وروستیو سیلابونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، چې بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. 

د پېښو د مدیریت په برخه کې د حکومت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي زاهد ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د شهیدانو، زخمیانو او ټپیانو کورنیو ته هر اړخیزه پاملرنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، د سېلاب ځپلو د لومړنيو اړتياوو له پوره کولو وروسته به د هغوى کورونه ورغول شي او بيا به جوړ شي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې په لسګونو کسان مړه، په سلګونو د استوګنې کورونه زیانمن او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.

د پیغام پای/