کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د افغانستان کرنیز محصولات باید په نړیوالو معیارونو برابر نړیوال مارکېټ ته وړاندې شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غوايي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کرونده ګر د میلې په پرانسته او د کرنیزو محصولاتو په ۳۳ م نندارتون کې وینا وکړه.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال کرنه د هېواد د اقتصاد د ملا تیر وباله زیاته یې کړه، کرنیز محصولات د افغانستان د عمده تولیداتو او صادراتو برخه جوړوي.

هغه زیاته کړه، چې له کرونده کرو او کرنیزو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ د ټولو دنده ده، ځکه په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او اشغال له امله د افغانستان ټول بنسټونه وران شوي او د بیارغونې لپاره یې اساسي پاملرنه نه ده شوې.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وویل: موږ باید په سیمه او نړۍ کې خپلو کرنیزو محصولاتو ته مناسب بازار ولرو او د افغانستان محصولات او تولیدات باید په نړیوالو معیارونو د نړۍ بازارونو ته وړاندې شي.

مولوي عبدالکبیر وویل: امارت هڅه کوي چې د هېواد اوبه کنټرول، د اوبو د ویش منظم سیستم رامنځته کړي، کانالونه، بندونه او ډېمونه جوړ او ترمیم کړي او د افغان بزګرانو د محصولاتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکي وویل: د کرنې سکټور د پانګونې لپاره ډېر ظرفیت او فرصتونه لري او له کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګوالو څخه غواړو چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: اسلامي امارت غواړي د کرنې او مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا سره افغانستان په ځان بسیا کړي، له بده مرغه اسلامي امارت د تېرو واکمنانو د نه پاملرنې له امله د نویو پرمختګونو او سمونونو پر ځای د زړو تاسیساتو جوړولو ته متوجه دی.

د پیغام پای/