کابل- ایرنا- داعش ترهګرې ډلې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو د وروستي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ داعش ترهګرې ډلې سه شنبې د غوايي ۱۱ مه پر خپل تلګرام لیکلي، چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د امام زمان پر جومات برید دوی تر سره کړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د دوشنبې په ورځ د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې د امام زمان په جومات په برید کې ۷ تنه و وژل شول.

دغه ترهګر برید د سیمې او نړۍ د هېوادونو او ملګرو ملتونو د بشري حقونو د بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ او هغه یې په کلکه وغانده.

د پیغام پای/