کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت د تعلیم یافته افغانانو پر مټ د کانونو د استخراج لپاره زمینه برابروي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې و ویل: د افغانستان آبادول د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د تعلیم یافته افغانانو پر مټ د کانونو د استخراج لپاره زمینه برابره کړي، تر څو له یوې خوا کاري فرصتونه رامنځ ته او له بلې خوا د لویو پروژو د پلي کولو لپاره مالي سرچینې برابرې شي.

د سرپرست دولت دغه چارواکي زياته کړه: افغانستان د پانګونې غوره ډګر دی او بهرني شرکتونه کولاى شي د طبيعي زېرمو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له پاکستانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو اصولو په رڼا کې چلند وکړي.

د پیغام پای/