کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي: د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان جومات پر لمونځ کوونکو د نامعلومو وسله والو په برید کې ۶ تنه شهیدان شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دوشنبې د غوايي ۱۰ مه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په امام زمان جومات کې پر لمونځ کوونکو برید په کلکو ټکو وغانده.

قانع وویل: له بده مرغه نن دوشنبه د غوايي ۱۰ مه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه سیمه کې ناپېژانده وسله والو د جومات په لمونځ کوونکو د کلاشینکوف ډزې کړې چې په پایله کې یې ۶ تنه ملکي وګړي شهیدان او یو تن ټپي شو.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې جزیات به وروسته شریک شي.

د پیغام پای/