کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عامې روغتیا وزارت مسوولینو نن دوشنبې د غوايي ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې اړوند نړیوالو ادارو په همکارۍ د ۲۰۲۴ کال د پولیو واکیسن کمپاین نن پیل شو.
خبرپاڼه زیاتوي: د پولیو واکسین دغه پړاو به د ۲۰۲۴ کال د اپریل له ۲۹ څخه د می تر ۲ نیټې پورې په ټول هېواد کې پلی شی، چې د دغه کمپاین موخه له پنځو کلونو څخه د کم عمر ۱۰.۷۲ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ویروس په وړاندې واکسین ورکول دي.
خبرپاڼه ليکي: دغه کمپاين د غور، دايکنډي او باميانو په ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سړې هوا له امله د څه مودې لپاره ځنډول شوى دى.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وویل: موږ د خپلو سوداګریزو شریکانو په همکارۍ په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یو.
هغه ټینګار وکړ، چې د پولیو په له منځه وړلو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د سپین ږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی او د پولیو پر وړاندې مبارزه او د دوی د ماشومانو روغتیا د ساتنې په برخه کې د دوی ونډه اړینه ده.
د ایرنا د راپور له مخې، پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه یې نه شي کېدای او یوازې د واکسین په واسطه له منځه وړل کېدای شي او هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته وي د تل لپاره فلج کېږي یا مړه کېږي.
د پیغام پای/