هرات- ایرنا- د نیمروز امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د غلا، د جعلي پیسو د خرڅلاو او د نرخ د لوړولو په تور د ۱۴ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې د غوايي ١٠مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو د غلاوو، د جعلي پيسو پلورلو، د نرخونو د لوړوالي او نورو جرمونو په تړاو ١٤ تنه نيولي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: د دغو کسانو دوسيې له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

د پیغام پای/