د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د یمن وسله والو ځواکونو نن شنبې د ثور ۸ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د خپل ماموریت د ترسره کولو پر مهال یې د دښمن یوه بې پیلوټه الوتکه په یوه مناسب میزایل چې نوم یې نه دی یاد شوی، په نښه کړې ده.
خبرپاڼط زياته کړې: په سور سمندرګي کې هم د (ANDROMEDA STAR) په نوم د انګليسي تېلو يوه بېړۍ هم په يوه مناسب سمندري توغندي سره وويشتل شوه.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې دغه عملیات د فلسطین له مظلوم ولس سره د مرستې او زموږ په هېواد باندې د امریکا او انګلستان د بریدونو د مخنیوی لپاره ترسره شوي دي.
د دغې بیانیې په پای کې ټینګار شوی چې د یمن د پوځ عملیات به د غزې د کلابندۍ د ماتولو او پر هغې د بریدونو د بندیدو پورې دوام ولري.
دا څو ساعته مخکې یوه امریکايي چارواکي د دغه هېواد «CBS» شبکې ته تایید کړه چې د امریکا د پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه د یمن په سواحلو کې لوېدلې ده.
البته دغه امریکايي چارواکي د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه کړی او نه یې ویلي چې دا د تخنیکي عوارض له امله وه او که د یمن د پوځ د بریدونو هدف و.
دغه بې پيلوټه الوتکه د جنرال اتومکس له خوا جوړه شوې، چې څه باندې ٣٢ ميليونه ډالره لګښت لري، تر دې مخکې د یمن وسله والو ځواکونو په نومبر میاشت کې هم د ورته ډول یوه بې پیلوټه الوتکه په نښه کړې وه.
د پیغام پای/