کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د افغانستان د سرپرست دولت له چارواکو سره د بهرنیو اقتصادي او سیاسي چارواکو لیدنو ته په غبرګون کې وايي، دا د ځینو کړیو له نظره پرعکس د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان منزوي نه دی بلکې له نړۍ سره د اړیکو د پراختیا په حال کې دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستیال او ورسره پلاوي او دغه راز د روسیې، مالیزیا، قزاقستان، ترکمنستان او اروپايی ټولنې د استازو لیدنې د پام وړ دي.

د هغه په وینا د اوزبیکستان په ترمز ښار کې د افغانستان د سرپرست دولت د ترانسپورټ وزارت د سرپرست حمیدالله اخوندزاده په مشرۍ د افغان پلاوي ګډون د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان په پراخه کچه منل شوی، اړیکې ورسره شته او تګ راتګ ورته کېږي.

د مجاهد د څرګندونو پر بنسټ، د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې په ډېرېدو ده، دا هڅې د ډیپلوماټیک نظام فعالیت او په ټولیزه توګه د اسلامي امارت د هر اړخیزو اړیکو د ټینګښت څرګندونه کوي.

مجاهد ویلي: دا مهمې ناستې پاستې او لیدنې د افغانستان لپاره په اقتصادي ډګر کې ښې پایلې لري او د ځینو خلکو دا نظریه چې ګنې افغانستان انزوا دی، اقتصاد یې په خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نه شي خوندي کېدای. دروغ ثابت شول.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، اوس څرګنده شوې چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د پرمختګ په لور روان دی او دا هڅې به لا زیاتې او ګړندۍ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیاسي چارو کارپوهان هم په دې وروستیو کې هېواد ته د بهرنیو دیپلوماتانو راتګ د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه ښه نښه او ثبوت ګڼي.


افغانستان ته د سيمې د هېوادونو د پلاويو راتګ او د ختيځ او لوېديځ د سياستونو ټکر

د سیاسي چارو کارپوه او اقتصادي شنوونکي محمد اکرم عارفي له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې و ویل: د سیمې د هېوادونو د پلاويو شتون د اسلامي امارت او نورو هېوادونو د اړیکو د کچې او همدارنګه د افغانستان په اړه د اسیايي هېوادونو او د لوېدیځو او اروپايي ټولنو د سیاستونو تر منځ د ژور واټن ښودنه کوي.

د عارفي په وينا، تر اوسه لوېديځو هېوادونو هڅه کړې، چې د اسلامي امارت په تړاو د نړۍ د هېوادونو سياستونه اداره کړي او هڅه يې کړې، چې له افغانستان سره رسمي اړيکې ټينګې نه کړي او اوسنی حکومت يې تر هغو په رسميت ونه پېژني، چې غوښتنې يې نه وي منل شوې، خو پرعكس، نن موږ وينو، چې آسيايي هېوادونو د لوېديځ له ملحوظاتو لرې، د افغانستان په اړه يوه خپلواكه پاليسي غوره كړې ده.

عارفي زیاته کړه: د سیمې هېوادونه د خپلو شخصي او ملي ګټو پر بنسټ له لوېدیځو هېوادونو څخه ځان لرې کول غواړي او د امنیت په برخه کې په دې باور دي چې له افغانستان سره د اړیکو ټینګول په سیمه کې د ناامنۍ له کنټرول سره مرسته کولای شي، د افغانستان په شمول، چې تصور یې د ځینو خطرناکو ډلو بنسټ هم کېدی شي، له همدې امله د سیمې د هېوادونو خپلواکه ډیپلوماسي د امریکا او اروپایانو له دوه نیم کلن پخواني دریځ څخه د واټن په توګه ګڼل کېدای شي.

اوسنی افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره یو اقتصادي او امنیتي فرصت ګڼل کېږي

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالشکور سالنګي له ایرنا سره په مرکه کې وویل: په تېرو وختونو کې د افغانستان په اړه نظرونه او انګیرنې منفي وې خو اوس دغه هېواد داسې حکومت لري چې تقریباً د نړۍ ښکیلتیا ته یې مجبوره کړی دی.

د سالنګي په وينا، په لومړي سر کې هېوادونو له افغانستان سره په تعامل کې د خپلو ګټو په اړه محتاط و او په بېړه يې عمل نه کاوه، خو د وخت په تېرېدو ثابته شوه چې هېوادونه په ځانګړې توګه د سيمې په کچه خپل سياسي، اقتصادي او حتي امنيت هدفونه له افغانستان پرته نه شي ترلاسه کولاى، ، ځکه چې افغانستان په اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظ د سیمې پر هېوادونو سخت اغېز کوي.

ده همداراز زیاته کړه: په دې وروستیو کې د سیمې اکثرو هېوادونو یو بل تعقیب کړي او افغانستان ته د نږدې کېدو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

هغه دغه راز له افغانستان سره په تعامل کې د اسيايي هېوادونو لومړيتوب ته په اشارې سره وويل، چې له افغانستان سره په تعامل کې د اسيايي هېوادونو لومړيتوب اقتصادي مسله ده، ځکه افغانستان کولاى شي د هېواد د شمالي ګاونډيانو لپاره د دروازې په توګه کار واخلي او له جغرافيايي کړکېچ څخه يې وژغوري.

سالنګي همداراز څرګنده کړه: هغه ښه ثبات چې اوس مهال په افغانستان کې شتون لري د سیمې هېوادونه دې ته هڅولي چې له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې کړي چې په هر اړخیزه توګه حرکت وکړي، ځکه چې د هېواد اوسنی وضعیت د سیمې د هېوادونو لپاره یو هدفمند حقیقت دی، د سیمې او د دې لپاره چې د دوی اقتصادي ګټې نور ځنډ نه شي، دوی پراخې راکړې ورکړې پیل کړې دي.

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه وویل: سږ کال افغانستان ته د بهرنیو دیپلوماتانو سفرونه زیات شوي او دا کار کولای شي لږ تر لږه د سیمې په کچه د پېژندګلوۍ بهیر چټک کړي.

د ده په اند، کله چې اقتصادي ګټې زياتې شي، هېوادونه اړ کېږي چې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو ګټو لپاره له بل لوري (افغانستان) سره تړونونه وکړي او دا موضوع هغه مهال قانوني کېږي چې بل اړخ يې په رسميت وپېژني او نړيوال واک ولري.

افغانستان ته د سیمې د هېوادونو نېږدوالی، د لوېدیځ ضد چلند که د اقتصادي هدف ترلاسه کول!

د سالنګي په وينا، ښايي ځينې هېوادونه لکه روسيه، چين او نور د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې د لوېديځ ضد چلند ولري، خو اصلي خبره دا ده، چې اوسنی افغانستان په سيمه کې يو اقتصادي او امنيتي فرصت دی او که هر څومره باثباته وي، نور هېوادونه به هم په امنیت او هوساینه کې ژوند کوي او که له اقتصادي اړخه څومره ښه وي، په دې مانا چې د سیمې د هېوادونو په ګټه به وي.

ده څرګنده کړه: مخکې له دې چې د لوېديځ پر ځاى افغانستان ته د لاس رسي هڅه وکړي، د سيمې هېوادونه افغانستان ته د يو فرصت په سترګه ګوري چې له دې لارې څو اړخيزې ګټې خوندي کړي.

د پیغام پای/