کابل- ایرنا- یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان کولای شي د قزاقستان د اورګاډي پټلۍ چې د دغه هېواد له لارې سویلي اسیا سره نښلوي، د ایران د اسلام قلعه د اورګاډي له کرښې سره په یوه دایره کې ونښلوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر تېره ورځ د غوايي ۵ مه مازیکر مههال د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د قزاقستان د ریل پتلۍ په غځولو خبرې اترې وکړې.

اوس سوال دا دی، چې د دغه پټلۍ جوړول د افغانستان او سیمې د هېوادونو لپاره څه ګټه لري؟ او افغانستان له دې څه ګټه تر لاسه کولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکي شبیر بشیري نن پنشنبې د غوايي ۶ مه په دې اړه کابل کې له ایرنا خبري آژانس سره خبرو کې و ویل: افغانستان هڅه کوي له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او همدارنګه له ګاونډیو او سیمې سره په وچه کې د پروت هېواد په توګه د افغانستان ټرانسپورټ او ټرانزیټ پراخ کړي.

بشیري وايي، د افغانستان سرپرست دولت او د افغانستان خصوصي سکټور د دغې پټلۍ د شبکې د جوړولو هرکلی کوي زیاته یې کړه: د دغې پټلۍ د شبکې په عملي کولو سره افغانستان کولای شي په سیمه او منځنۍ اسیا کې د خپل جیو میخانیکي او جیو پولیټیکل موقعیت له مخې ستراتېژیک رول ولوبوي او له سویلي اسیا سره وصل شي.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه وويل: د دغې اورګاډي په جوړولو سره به سوداګريز ترانزيت او ترانسپورت رامنځته شي او افغانستان به د منځنۍ اسيا او سویلي اسيا ترمنځ د نښلولو رول په ښه توګه ترسره کړي.

بشيري يادونه وکړه: که دغه سوداګريزه او ترانسپورتي مفکوره عملي شي، د افغانستان او د سيمې د هېوادونو لپاره به پراخې اقتصادي ګټې ولري.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یوه بل کارپوه آذرخش حافظي هم ایرنا خبري آژانس ته و ویل، چې افغانستان په وچه کې د راګیر هېواد په توګه بېلا بېلو ترانسپورټي زمینو ته اړتیا لري او د افغانستان له لارې د قزاقستان د ریل پټلۍ جوړېدول به سویلي آسیا ته د افغانستان ترانزیټي زیات او توکو لېږد ته به چارې آسانه شي.

حافظي زياته کړه: د دغې شبکې جوړول د اقتصادي هوساينې او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مثبته اغيزه لري، د افغانستان د ترانزيټ رول په زياتولو او په ورته وخت کې د سيمه ييزې پيوستون لپاره ګټور دى.

د اقتصادي چارو دغه کارپوه زیاته کړه: د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د قزاقستان د اورګاډي پټلۍ جوړول به د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې، صنعتي او خدماتي اړیکې پراخې کړي.

هغه څرګنده کړه: موږ داسلام قلعه له لارې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د اورګاډی پټلۍ لرو او کولای شو د قزاقستان د اورګاډی کرښه د افغانستان له خاورې له سویلي اسیا سره د ایران له اسلامی جمهوریت سره په یوه حلقه کې ونښلوو او دغه ستره اقتصادی پروژه پلې کړو.

د پیغام پای/