کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د غوايي ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملاعبدالطیف منصور، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او تهران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني ګډون درلود او په کې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو په پراختیا او دوه اړخیزه همکاریو خبرې اترې وکړې.
د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د افغانستان او اسلامي جمهوریت تر منځ اړیکې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دغه اړیکو د پراختیا لپاره باید دواړه هېوادونه یو له بله همکاري وکړي.
ملا برادر زیاته کړه، چې سږ کال د الله ج په فضل سره ورښت زیات شوی چې په پایله کې یې له څو کلنۍ وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه نیمروز ولایت او د ایران اسلامي جمهوریت سیستان ایالت ته رسېدلې او دا له دې سره مرسته وکړي، چې د دواړو هېوادونو د خلکو ستونزې حل شي.
د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د ایران له لوري اورپايي هېوادونو ته د افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه وې ویل چې دا کار به د دواړو هېوادونو د ترانزیټ او سوداګرۍ د کچې لوړېدو سبب شي.
د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت له څخه وغوښتل، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ ودروي او په دې برخه کې باید دوه اړخیزه ښه همغږي رامنځ ته کړای شي.
په ورته وخت د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د ایران سیستان ته د هلمند سیند د اوبو له رسېدو خوښي وښوده زیاته یې کړه، ایران د افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو، د چاپېریال ساتنې برخه کې ګډې مبارزې، د افغانستان د کرنې سکتور عصري کولو او د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ زیاتولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان سرپرست دولت د لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له لوري د یو اړخیزه اقتصادي بندیزونو او د پاکستان سره د سیاسي او ترانزیټي ستونزو له امله د ایران اسلامي جمهوریت سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې او ټینګې کړې دي.
د پیغام پای/