کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي انقلاب مشر دې ته په اشارې سره چې له بندیزونو هدف د ایران محدود ساتل دی و ویل: ناشونې ده چې اسلامي نظام دې دغه ډول زور ویلو او زورواکۍ ته تسلیم شي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله سید علی خامنه ای نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه تهران کې د ایراني کارګرانو له یوې ډلې سره وکتل.

د ایران د انقلاب معظم رهبر وویل: د حرکت ستنه د کارګر تولید دی، د هېواد او اشخاصو په تولید کې په حرکت سره خلک بډایه کېږي او د مزدورانو جیبونه او لاسونه ډکېږي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د بندیزونو هدف د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام محدودول دي څو د هغو د استعماري او استکباري کرښې تعقیب شي، څرګنده کړه: روښنا ده چې اسلامي نظام، اسلامي حوصلې او د اوږد تاریخ لرونکی ستر اسلامي ملت نه شي کولی داسې جبر ته تسلیم شي.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دوام کې څرګنده کړه: یو ژوندی ملت د دښمن له دښمنۍ څخه د ځان لپاره فرصتونه رامنځته کوي چې د دې خبرې روښانه مثال د وسلو په ډګر کې دی، په نورو سکتورونو کې د فشارونو له امله ستر پرمختګونه تر لاسه شوي دي.

ایت الله خامنه ای څرګنده کړه: بندیزونه به د ایران ملت تباه نه کړي ځکه چې له پولو بهر مرستو پورې یې زړه نه دی تړلی دا روحیه باید پیاوړې شي.

هغه څرګنده کړه: د ایران ملت باید په کار او عمل او ملي وحدت کې خپل قوت وښیي.

د ایران د اسلامي انقلاب رهبر زیاته کړه: کله چې د اقتصادی مسائلو په باره کې خبرې کوو نو د بندیزونو په اړه بې تفاوته نه شو. موږ له کلونو راهیسې له سختو بندیزونو سره مخ یو، هغه بندیزونه چې بندیز لګوونکو پخپله ولکه کې اخیستي، په تیره بیا امریکایانو او ځینو اروپایانو ویلي، چې د ایران پرضد دغه بندیزونه په تاریخ کې بې سارې دي.

ایت الله خامنه ای په دې خبرې سره چې په ایران باندې د بندیزونو لګولو لپاره د لوېدیځوالو هدفونه دروغ دي ویې ویل: هغوی یوازې یو هدف یادوي او دروغ وایي، دوی د اټومي انرژۍ مسله راپورته کوي، دوی د اټومي وسلو او بشري حقونو مسله راپورته کوي، دا مسله نه ده.

هغه د ایران په خلاف د بندیزونو اصلي هدف ته په اشارې سره زیاته کړه: دښمنان وايي موږ پر ایران بندیزونه ځکه لګوو چې د ترهګرو ملاتړی دی د غزې خلک؟ د دغو ښاغلو په وینا د غزې خلک ترهګر دي، يو ظالم، جعلي، بې رحمه غاصب حکومت په شپږو مياشتو کې نږدې څلوېښت زره انسانان چې څو زره يې ماشومان دي، وژني، ترهګر نه دي، هغه خلک چې تر بمبار لاندې دي، ترهګر دي، نو دا عذرونه درواغ دي.

هغه په دې باندې په ټینګار سره چې نه باید د امریکا ظلمونو ته تسلیم شو وویل: ځینې خیرخواه خلک - د دوی نظر خیر دی، خدای دې وکړي - دا سپارښتنه کوي چې ښاغلیه، راځۍ چې د امریکا سره جوړجاړی وکړو، زه به یوه خبره وکړم، واورئ، د امریکا تمه بې پایه ده.

ایت الله خامنه ای د ډېرو سختو بندیزونو په منځ کې د ایران د وسلو پراختیا ته په اشارې سره وویل: آیا ایران د بندیزونو په منځ کې په دغه شمیر سره پرمختللې وسلې تولیدولی شي؟ هو، دا کولی شي. دا د دې څخه ښه کېدی شي، دا یوازې وسله نه ده، دا په ډېرو برخو کې ورته ده، نن ورځ، موږ د روغتیا په ډګر کې د ټولو بندیزونو سره د پرمختللیو څخه یو.

د پیغام پای/