کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د قزاقستان جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور لوړ پوړي پلاوي د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا، د افغان قزاق نندارتون د پرانستو او د سیمې د اتصال کنفرانس په موخه کابل ته راغلی دی.
د مسوولینو په وینا، د دغه سفر په ترڅ کې به د قزاقستان جمهوریت پلاوی د افغانستان-قزاقستان-ترکمنستان په درې اړخیزه ناسته کې چې د ترانزیت، سوداګرۍ او ګډو پانګوالو د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه جوړېږي ګډون وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې، ټاکل شوې د افغانستان-قزاق نړیوال نندارتون نن چهارشنبې د غوايي ۵ مه په کابل کې پرانیستل شي.
د پیغام پای/