کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ سه شنبې د غوايي ۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.
کابلوف په دغه لیدنه کې و ویل، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید اسلامي امارت ته وسپارل شي.
د افغانستان لپاره روسیې ځانګړي استازي زیاته کړه: د اسلامي امارت سره به د روسیې مثبتې اړیکې دوام ولري او دغه راز روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
کابلوف د داعش او اداري فساد له منځه وړلو او د نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو په پراختیا او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم و ویل: چې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د مسکو د دریځ هرکلی او د دغه هېواد له مرستو مننه کوي.
مولوي عبدالکبیر په سیاسي، فرهنګي او د افغانستان د بنسټیزو پروژو په بیا رغونه کې د روسیې مرستې اړیکې وبللې او زیاته یې کړه، چې د کابل او مسکو ګډې هڅې کولی شي په سیمه کې د ګواښونو مخنیوی وکړي.
د حکومت سیاسي مرستیال هیله څرګنده کړه چې د مسکو په غونډه کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.
د پیغام پای/