کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، ایران په چابهار بندر کې یوه آزاده سیمه د دوی په واک کې ورکړې ده، چې د افغانستان د سوداګریزه توکو د خوندیتوب لپاره یې په دغه بندر کې ښه زمینه برابره کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده نن دوشنبې د غوايي ۳ مه د ایرنا سره خبرو اترو کې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د ښه والي خبر ورکړ.

جواد څرګنده کړه: د چابهار بندر د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز او ترانزیټي بندر دی او موږ کولی شو په رامنځ ته شویو اسانتیاو سره لکه د ایران له خوا افغان سوداګرو ته د یوې آزادې سیمې په واک کې ورکولو سره له دغه بندر څخه د توکو د خوندي ساتلو لپاره ښه ګټه واخلو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند چابهار بندر د هېواد د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره حیاتي وباله زیاته یې کړه: اوسمهال د افغانستان ډېری واردات او صادرات له دغه بندر او همدارنګه له بندر عباس څخه کېږي.

جواد اخوندزاده د خپلو خبرو په دوام په تېرو دوو کلونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا ته هم اشاره وکړه ویې ویل: په ۱۴۰۲ کال کې له ایران سره د افغانستان سوداګری دوه میلیارډ او ۲۵ میلیونه ډالرو ته ورسېده چې له دې جملې څخه ۳۳ میلیونه یې صادرات او یو ملیارد او نهه سوه نهه نوي میلیونه ډالره هم واردات دي.

د جواد په وينا، ايران ته د افغانستان ډېرى صادراتي توکي پنبه، تېل، د پنبې تار، مميزو او مۍ دي او دغه راز په وارداتي توکو کې تېل، ډیزل، پټرول، مايع ګاز، سمنټ، برېښنا، رومي بانجان او د صنعتي کارخونو خام مواد دي.

د ایرنا د راپور له مخې تېر کال ایران ته د افغانستان د سرپرست دولت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له سفر وروسته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د تفاهم یادداشتونه لاسلیک شول، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري لا ډېره شوه.

د پیغام پای/